ژوند
دا ژوند یو سمندر دی
د درد یو ستر ډګر دی
پښتانه
د یوی مور نه پیداء
خو پر منځ یي کړل جلاء
د یوی خاوری بچیان
یو افغان شو او بل پټان
پر جهان يي کړو رسوا
شرمیدلی او تباء
باچا خان پر دنیا نشته
خو خبره يي شوه ریښتیا
د چرګانو غوندي مري نن
پښتانه پر هره خوا
زه
زه به وم او که نه
خو ستا په ياد کښي به وم
ستا په یاد کښي به وم او که نه
خو ستا د زړه درزا کښي به وم
ستا هره ساه کښي به وم
ستا د وینی په بها کښي به وم
ښکلی سترګي پښتنۍ
ته په تيارو کښي دا بلى ډيوي وګوره
په ویرانۍ کښي ته د مات ژوندون كيسي وكوره
د هیلو ډکی ښکلی سترګي پښتنۍ وګوره
لټون
دا د چا لټون دی ؟
چي زړه دومره بی سکون دی
په انتظار کښي دا لیمه ولی ده ؟
په دی زړه کښي دا ګیله ولی ده ؟
چي د ډیوی لاندی تیاره ولی ده ؟
په روښنائي کښي سوالیه ولی ده ؟
توره شپه کښي وی تیاره زه منم
خو په دی ورځ کښي دا تیاره ولی ده ؟
زړه خو درزیږي زه خبر یم پر دی
خو دا بی ساه هره لمحه ولی ده ؟
ته يي نه منی
ته راته وايي چي زما نه یي ته
او ماله خو ښکاري چي په حال نه يي ته
ته د خپل زړه دا فیصلي نه منی
د خپلو سترګو اظهار او وعدي نه منی
راښکاره شوی
بیا می ذهن کښي تازه شوی
په آینه کښي راښکاره شوی
هری خواه توره تیاره وه
په تیارو کښي می ډیوه شوی