مور
په لاسو کښي يي دوا ده
او په دعاء کښي يي شفاء ده
توره تیاره کښي چي رڼا ده
مور خو ددی ژوندون ښلاء ده
مور جان
څوک وایي جوهر يي د جهان ته مور جان
زه وایم یاقوت يي او مرجان ته مور جان
مور
هغه چي پر درد زما دردیږي
پر خوشحالۍ می خوشحالیږي
که زه څه ووایم او که نه
پر خاموشۍ زما پوهیږي
هغه چي ماله دعاګاني کوی
او خپل دردونه تری هیریږي
هغه چي خپل وخت يي له ما قربانی کړی
هغه چي خپل ځان یي پر ما باندی بایللای
هغه چي ما خپل زړه او ځان منی
هغه چي ما خپل ټول جهان منی
هغه چي وینه يي زما ځان کښي بهیږي
هغه چي زړه يي زما زړه سره درزیږي
هغه مورکۍ راته نن بیا ډیره یادیږي
پلار او مور
چې راکړی راله پاک الله سبحان دي
پلاراو مور خو نعمتونه د جهان دي
مور
!مورې مورې خوږې مورې
ته زما د سترګو تور يې
د ژوندون بله ډیوه يې
ته زما جګه شمله یي
ته کعبه ته می مکه يې
ته می هره یوه سجده يي
ته مې مینه محبت یې
د الله يو لوی نعمت یې
ته په شان د عبادت یې
ته بی شانه محبت يي
د ژوند لویه خوشحالي یې
ته مې ټوله زندګي یې
!مورې مورې خوږې مورې